د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې د امنیت عامه او جزا دېوانونو څخه لیدنه وکړه
د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" د ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ او ۱۹مه نېټه د دې محکمې د امنیت عامه او جزا دېوانونو او د عمومي ریاست د تحریراتو عمومي مدیریت څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی رشاد صاحب یادو دېوانونو ته په ورتګ سره د دېوانونو دوسیې او اداري اجراآت پرله پسې په دقیق ډول وکتل، نیمګړتیاوې یې ورته نښاني او لازمې لارښوونې يې ورته وکړې.
د یادو دېوانونو د څارنې وروسته د مرافعه محکمې عمومي ریاست د تحریراتو عمومي مدیریت ته د چارو د ارزونې په موخه لاړ او په ټولو اداري کتابونو کې تر سره شوي اجراآت په کره توګه وکتل، د یو شمېر کارکوونکو ښه اجراآت یې وستایل او ځینو نورو ته چې په اجراآتو کې يې ستونزې موجودې وې، جدي هدایت یې ورته وکړ او وویل، په راتلونکي کې باید په اجراآتو کې هېڅ ډول نیمګړتیاوې نه وي موجودې.
د مرافعه محکمې رئیس د یادو ادارو ټولو کارکوونکو ته جدي هدایت وکړ چې، له دې وروسته باید ټول کارکوونکي خپلو مکلفیتونو ته په دقیق ډول متوجه او کارونه په ښه او چټک ډول ترسره کړي.
