د ننګرهار محاکمو د زمري په میاشت کې د (۹۲۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
په دغه راپور کې له ۱/ زمری / ۱۴۰۲ څخه تر ۳۱ / زمری/ ۱۴۰۲ هـ ش نېټې د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائيه محکمې او ولسوالی د ابتدائيه محاکمو د زمري میاشتې حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي:
په حقوقي برخه کې:
په زمري میاشت کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (۴۵۵) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۸۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي، د (۲۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۴) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې :
په زمري میاشت کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (۲۵۲) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکی هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي، د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸۰) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
په تجارتی برخه کې :
په زمري میاشت کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (۱۷۷) تجارتي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکی هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي، د (۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۴۱۷) بیلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.
