د سترې محکمې د عالي شورا د نوي (۱۴۴۵) هـ ق کال دویمه غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۱۶
د سترې محکمې د عالي شورا د نوي (۱۴۴۵) هـ ق کال دویمه غونډه ترسره شوه

د یکشنبې په ورځ  (۲۰/محرم الحرام/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال دویمه غونډه ترسره شوه.

د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.

د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو شلو (۲۰) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.

د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی