د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات: اسلامي امارت د ټولو مسلمانانو ګډ کور دی

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۵:۱۳
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات: اسلامي امارت د ټولو مسلمانانو ګډ کور دی

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۴مه نېټه د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د برتانیا هیواد د دیني علماوو له وفد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات  یادې ناستې ته چې د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب، د سترې محکمې د مقام د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني) صاحب، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) صاحب ګډون درلود، په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې اسلامي امارت  د ټولو مسلمانانو ګډ کور دی.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب زیاته کړه، د کفارو دښمني له ټولو مسلمانانو سره ده، خو الحمدلله چې د الله تعالی په نصرت سره افغانستان له اشغال څخه خلاص شو، هڅه به کوو چې په ټوله نړۍ کې داسې حکومتونه رامنځته کړو چې د ټولو شرعي اصولو قائمولو ته ژمن اوسي.

دغه راز شیخ صاحب وویل، د افغانستان مجاهدین او ټول ولس د نړۍ په هر کونج کې له مسلمانانو سره محبت لري، ځکه چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي.

پر دې سربېره محترم قاضي القضات صاحب وویل، دا قرآني خبره ده چې د دنیا کفار له مسلمانانو سره دښمني لري او نه غواړي چې اسلام برلاسی شي، کفار هڅه کوي چې اسلام داسې ښکاره کړي چې خلک ترې متنفره شي، خو زموږ مسلمانانو مسؤولیت دادی چې نړۍ ته واضحه کړو چې اسلام د ورورولۍ، مینې او محبت دین دی.

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات صاحب تر تفصیلي خبرو وروسته د برتانیا هیواد دیني علماوو خبرې وکړې وویل، موږ ځکه افغانستان ته راغلي يو چې د دغه هیواد اصلي حالت وګورو او خپل د سترګو لیدلی حال د برتانیا له مسلمانانو سره شریک کړو.

دوی زیاته کړه، زموږ سره داسې دیني علماء هم شته چې د نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو له مسلمانانو سره په اړیکه کې دي، دوی به هڅه وکړي چې د افغانستان اسلامي امارت رښتینی صورت وړاندې کړي.

هغوی څرګنده کړه چې  په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د برتانیا مسلمان ډېر خوښ دي او د بقاء لپاره یې دعا کوي.

د برتانیا د دیني علماوو په خبره، دا واضح ده چې اسلامي امارت د یو شرعي نظام په توګه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه نمونه او د اقتداء کولو غوره بېلګه ده او د شرعي اوصولو په تطبیق کې ساری نه لري.

یاده ناسته په ځینو نورو مهمو مواردو تر بحث وروسته د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات صاحب لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی