د بلخ د مرافعه محکمې د مسؤولینو تر منځ د همغږۍ غونــډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۱:۲۹
د بلخ د مرافعه محکمې د مسؤولینو تر منځ د همغږۍ غونــډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۹مه نېټه د بلخ ولایت د محاکمو د رئیس صاحبانو ترمنځ د رسمي چارو اوکارونو د لا بهبود او تنظیم موخه اداري ناسته ترسره شوه.

په دې غونـــډه کې چې د استیناف محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمــدګلاب "فاروقي" په  مشرۍ جوړه شوې وه، د دې محکمې د دېوانونو رئیس صاحبانو، د ښاري محکمې رئیس د مخزن او وثایقو آمر، د تحریراتو رئیس او  د مرافعه محکمې د حقوقو استازي ګډون درلود.

غونـډه دامنیت عامه د دېوان د رئیس محترم مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د استیناف محکمې عمومي رئیس محترم " فاروقي"  هر اړخیزه ویناو وکړه وویل،قضاء د اسلامي نظام یو مهم ارګان دی؛ نولازمه ده چې حیثیت ته یې پام وشي ترڅو پر قضائیه قوې دعامو خلکو باور ته زیان ونه رسېږي.

دغه راز په یاده ناسته کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو لکه د ځمکو اندازه،  د قبالې نمبر تصحیح کول، د قرار وړاندې د مخزن څخه معلومات، د تاریخ تېرو درملو سوځول، د غیرقانع وګړو مرافعه غوښتل، د حضانت موضوع او نورو په اړه خبرې وشوې چې الحمدلله تر ډېره ورته رسېدنه وشوه.

د ناستې په دوام د بلخ ولایت د محاکمو اړوند قضائي او اداري کارکوونکو ته د محترم فاروقي صاحب تر هدایاتو وروسته د بلخ ولایت د محاکمو د دېوانونو رئیس صاحبانو په خپل وارسره د مربوطه دېوان د موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز د ښاري محکمې رئیس محترم مولوي آدم خان "ابوجمیل" د دې محکمې د اړتیاوو اړوند خبرې وکړې او ناسته دعمومي رئیس لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی