د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو په ریاست کې دوه علمي او تربیتي سیمینارونه ترسره شول
لومړی د کونړ، ننګرهار، سمنګان، لغمان او کابل ولایتونو لپاره د جدید التقرر قضاتو، مفتیانو او محررینو ته چې شمېر یې ۸ تنه رسېده، پنځلس ورځنی سیمینار د تېر ۱۴۴۴ ھ ق کال د ذوالحجې میاشتي په ۱۹مه نېټه پیل شو، ورپسې پنځه ورځي وروسته د ذوالحجې په ۲۴مه نېټه د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د مرافعه، ښاري محاکمو او ابتدائیه محاکمو د قاضیانو، مفتیانو او محررینو لپاره لس ورځنی تربیتي او علمي سیمینار پیل شو، چې پکښې د پنجشېر ولایت ۲۷ تنه، د کاپیسا ولایت ۴۲ تنه او د پروان ولایت ۵۴ تنه شامل وو.
په دې سیمینار کې په مختلفو قضائي برخو کې عملي او نظري درسونه ورکړل شول، د سهار له ۷ نیمو به نظري درسونه پیل شول او له شپږ مسلسلو درسې ساعتونو وروسته به غرمه ۱۲ نیمې بجې پای ته ورسېدل.
د غرمنۍ خوړولو او ماپښین لمونځ ادا کولو وروسته به عملي کار پیل شو چې تر ماښام پوري به یې دوام وکړ.
همدا راز ماخوستن به خپل منځې مذاکره او د مطالعې لپاره وخت ورکول کېده چې اکثر به یې د شپې تر ۱۱ بجو پوري دوام وکړ.
دغه دواړه سیمینارونه د ۱۴۴۵ ھ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۳مه نېټه له غرمې وروسته د مسلکي استاذانو په مهمو توصیو او داسلامي امارت د بریاوو په دعاګانو سره پای ته ورسېدل.