د لوګر د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له قضائي اجراآتو لیدنه وکړه
په ۱۴۴۴/۱۲/۲۲ هـ ق نېټه د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي موسی کلیم "عاصم" د یاد ولایت د ښاري محکمې له ټولو دېوانونو څخه لیدنه تر سره کړه او د دوی قضائي اجراآت یې و ارزول.
د یادو لیدنو عمده موخه او هدف د روان هجري قمري کال د دوسیو څېړنه، خپلو چارو ته د قضاتو تشویق، قضات د کارونو روڼتیا او چټکتیا ته هڅول، د ریاست او دېوانونو تر منځ د همغږۍ تقویه وه.
د استیناف محکمې رئیس په نوبت سره له جزا، مدني، امنیت عامه او ترافیکي پېښو دېوانونه له نږدې ولیدل، لومړی یې د هر دېوان د کارکوونکو مشکلات واورېدل او د یادو مشکلاتو د حل په لارو چارو یې له دوی سره بحث وکړ؛ ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او مسؤولینو ته د شته نیمګړتیاوو د حل توصیه او لارښوونه ترسره شوه.
چې د ارزیابۍ په پای کې د استیناف محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسئولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسراوي دعاء وکړه.
د ښاري محکمې قضائي منسوبینو یاد راتګ مثبت وګاڼه او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی خپلو دندو ته تشویق کړي او د شته نیمګړتیاوو په حل کې یې مرسته ورسره کړې ده.
دوی په راتلونکي کې د ورته ناستو د دوام هیله څرګنده کړه.