د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۲:۵۳
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې نوی رئیس شیخ معاذ الله د یاد ولایت د محاکمو قضائي او اداري منسوبینو ته ورمعرفي شو.

محترم شیخ معاذالله چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۳۲۲۵) شمېره،  ۸ /۹ /۱۴۴۴ نېټې حکم او د سترې محکمې د عالي مقام د بشري سرچینو عمومي ریاست د (۳۸۰۴) شمېره، ۸/۹/۱۴۴۴ ګڼه (پ۲)  په اساس د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په توګه تعین او منظور شوی و رسماً د یاد ولایت د محاکمو منسوبینو ته ور معرفي او دنده یې پیل کړه.

د ننګرهار د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ننګرهار مرافعه محکمې د جزاء دېوان رئیس محترم مفتي کلیم الله (حقاني) محترم شیخ معاذالله ته د مرافعه محکمې د قضائي او اداري کارکوونکو په استازیتوب ښه راغلاست ووایه.

دغه راز د ننګرهار د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم شیخ معاذالله د غونډې ګډونوالو ته خپله عالمانه وینا وکړه او قضات يې خپلو دندو ته متوجه کړل.

یاده ناسته د ختیځ زون د ابتدائيه نظامي محکمې د رئیس محترم مولوي عین الدین (خلیل) لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی