د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو او غړو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۱:۹
د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو او غړو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په جریان کې د کندهار ولایت د مرافعه محکمې ریاست مقام په دفتر کې د مرافعه محکمې  د دېوانونو د رئیسانو او غړو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.

 په یاده غونډه کې د مرافعه محکمې د دېوانونو  رئیسانو او غړو ګډون درلود؛ غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه .

وروسته د کندهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) په خپله وینا کې لاندې مهمو ټکو ته اشاره وکړه.

  • د وخت ډېر پابند اوسئ، په رسمي وخت کې دې له عذر پرته څوک له محکمې د باندې نه وځي.
  • در سپارل شوې دندې خپله وجیبه وګڼئ، قضائي او اداري کارونه د اصولو مطابق په خپل معین وخت کې اجراء کړئ.
  • قاضي صاحبان دې په خپلو کې د موضوعاتو په هکله مشورې وکړي ترڅو کارونه اصولي او په خپل وخت اجراء شي.
  • له مراجعینو او اصحاب دعوی سره دې په ښه سلوک او نرمه لهجه خبرې وشي او کارونه یې پر معین وخت او اصولي طریقه اجراء کړل شي.
  • کوښښ دې وشي چې د خپلو وظایفو تر څنګ د کمپیوټر زده کړې ته هم توجه وشي؛ ځکه اکثریت کارونه د کمپیوټر په ذریعه اجراء کیږي.
  • د راتلونکو غونډو لپاره دې موضوعات له مخکې نه توزېع شي؛ ترڅو مسؤولین په غونډو کې د مطرح کېدونکو مسایلو لپاره د حل لاره ولټوي او په غونډه کې پرې بحث وشي.

د غونډې ټولو ګډونوالو له د مرافعه محکمې له محترم رئیس څخه مننه وکړه چې د موضوعاتو د حل لپاره دغه ډول غونډې ترتیب او ترسره کوي.

باید وویل شي چې هره اونۍ کې د سه شنبې ورځ دې یادو غونډو ته ځانګړې شي.

غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی