د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس د بټي‌کوټ او مهمندرې ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۵
د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس د بټي‌کوټ او مهمندرې ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمدګلاب فاروقي د پنجنشبې په ورځ (۱۱ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه  د دغه ولایت د بټي کوټ او مهمندرې ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو  د چارو د ارزونې او نظارت په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړ.

شیخ محمدګلاب (فاروقي) یادو محاکمو ته د سفر پر مهال د محاکمو له مسؤولینو سره پر لیدنې سربېره د محاکمو قضائي او اداري چارې له نږدې وکتلې.

د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو لخوا د صادرو شوو څو فیصلو تر کتلو وروسته د محاکمو د چارو د لاسمون او چټکتیا په موخه مسؤولینو ته اصلاحي لارښوونې وکړې.

دغه راز محترم شیخ (فاروقي) محاکمو ته د راغلو هیوادوالو ستونزې او نظرونه واورېدل او قضاتو ته یې سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو موضوعاتو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی