ستره محکمه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم مقام لخوا وستایل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۹:۵۴
ستره محکمه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم مقام لخوا وستایل شوه

د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د امارتي ادارو او رسنیو د فعاله ونډه اخیستنې ستاینغونډه کې د ریاست الوزراء د محترم مقام لخوا وستایل شوه.

په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء محترم مقام د دفتر لخوا په ۱۴۴۴/۲/۲۷هـ ق نېټه د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه سترې محکمې ته د غوره او ښه یو کلن کاري راپور  ورکولو په خاطر ستاینلیک ورکړ شو.

د دغه ستاینلیک په متن کې راغلي: ((ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو، د سترې محکمې د مشرتابه پلاوي، رئیسانو او ویاند دفتر له فعاله ونډې اخیستنې څخه قدردانی کوم او د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا لپاره ستاسو له ژمنتیا منندوی یم. وړاندې شوي معلومات د قناعت او ستایلو وړ دي، تاسو ته د لوی څښتن تعالی له درباره په چارو کې بریالیتوب غواړم.))

د یادونې وړ ده چې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرامونو په لړ کې د سترې محکمې  د ادارې معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه په مشرۍ مطبوعاتي پلاوي په ۱۴۴۳ هـ ق کال کې د دې ادارې د اجراآتو راپور شریک کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست. . .

بیا په خبرونو کی