د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۲:۳
د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد) او د ياد ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس مولوي نورالله (عرفان) په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او علماء کرامو په منځګړيتوب په ۱۷/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل شپږ کلنه دښمني حل او فصل شوه.
ياده موضوع شپږ کاله وړاندې په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې وه؛ چې دښمني يې تر اوسه پاتې وه.
دغه موضوع محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه، د محاکمو مسؤولينو دواړه لوري سولې ته وهڅول او له روغې جوړې وروسته د محکمې په ابلاغ شوې پرېکړه يې قناعت وکړ او موضوع يې په رسمي توګه پای ته ورسېده.
د یادې پېښې دواړو لوریو د اړوند محاکمو له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې د دوی ترمنځ څو کلنه دښمني يې په دوستۍ بدله کړه او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی