د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۲:۴
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه 

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) په مشرۍ په ۱۴/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دغه ولایت د قضائي، عدلي، امنیتي او نورو اړوند ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ښاري ابتدائيه محکمې قضائي غړو، د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو استازو او مسؤولینو ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې پر جوړښت او ارزښت يې خبرې وکړې وویل، د دې غونډې موخه د اړوند ارګانونو ترمنځ د پیاوړې او ښې همغږۍ رامنځته کول، د چارو ښه‌والی او د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه ده.
د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو د اصولو په برخه کې هر اړخیزه وينا وکړه، مسؤولينو ته په خطاب کې وویل، د يادو اصولو مطابق خپل اجراآت او کړنې ترسره کړئ، ترڅو مجرمین مجازات شي او بې ګناه خلک بې‌ځایه ازار نشي.
نوموړي هغه موضوعات چې چارې يې له ځنډ سره مخ کړې وې، د اړوند ارګانونو مسؤولینو ته ور په ګوته کړل او ترڅنګ يې د ستونزو پر حل او فصل ټینګار وکړ. 
محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) زیاته کړه، د اسلامي نظام بقا د هېوادوالو د حقونو په ورکړه کې ده، د خلکو غږ باید واورېدل شي، ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي او په دې برخه کې باید لا ډیرې هڅې او کار وشي.
د غونډې په دوام د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو استازو او مسؤولینو په خپل نوبت خبرې وکړې او د مرافعه محکمې رئیس ته يې ډاډ ورکړ چې د قضائيه قوې خپلواکۍ او پرېکړو ته پوره درناوی لرو او ژمن يو چې د دوی حکمونه پر وخت تطبیق کړو.
په دې غونډه کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل د پلان او تخريب کارۍ په جرم، په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر دوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت حصه اول بهسود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يو ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه. . .

بیا په خبرونو کی