د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۰:۴۹
د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوشنبه (۲ /۵ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټه یو کس ته چې پر لواطت متهم و، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
پر یاد متهم د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالله (فرقاني)، د سیدآباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي میرحسن (افتخار) او قضائي غړو، د سیدآباد ولسوال ملا عبدالغني اخندزاده، د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي میرحسن (افتخار)، د سیدآباد ولسوال ملا عبدالغني اخندزاده او نورو علماء کرامو د اسلامي نظام، د تعزیري سزاګانو د تطبیق د ګټو، انساني خواهشاتو د زیانونو او د نبوي سنتو مطابق د ژوند تېرولو په اړه خبرې وکړې.
د ناستې ګډونوالو ته د علماء کرامو تر ویناوو وروسته متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې یاد متهم د سیدآباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوی و او د تعزیري سزا دغه حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهم تطبیق شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی