په کندهار ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه
د کندهار ولايت د لوړ میوند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۱۴۴۶/۷/۱۹ هـ ق نېټه د محکمې په انګړ کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.