د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۵۱
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۷۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۹۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۲۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
Background image

په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۲۸
Background image

په پکتیا ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ۱۸/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په بدو کې د يوې نجلۍ د ورکولو او جبري نکاح مخنیوی وکړ.
په یاده موضوع کې (۱۲) کاله مخکې یوه نجلۍ چې هغه مهال. . .

بیا په خبرونو کی