د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۵۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۴۵
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۵۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۹۵۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۶۲۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳۸) دوسیې فیصله شوې، (۶۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۱۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱) دوسیې فیصله شوې،(۴۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۰۲) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵). . .

بیا په خبرونو کی