د بدخشان، غور او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۳۴) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۳۸
د بدخشان، غور او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۳۴) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بدخشان، غور او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۱۵۳۴) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ 
چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د بدخشان، غور او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۱۵۸) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۴۶۰) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۳۵۱) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۷) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې او (۳۱۰) عرض‌پاڼې حفظ شوې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بدخشان، غور او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۷۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۰۸) دوسيې تطبيق شوې، (۲۷) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۰) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې او (۲۳۱) دوسيې حفظ شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی