د بلخ ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدي) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۱۸
د بلخ ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدي) د معرفت غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مفتي حفيظ الله (محمدی)؛ په ٢٥/ ۱ / ١٤٤٧هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دیوانونو رئیسانو، د وثیقو، سندونو او د حقوقو آمرينو، د تحریراتو رئیس او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
غونډه د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې نوي رئيس خبرې وکړې وويل، قضاء یو دروند مسؤولیت دی، باید په هېڅ صورت په کې غفلت او بې احتیاطي ونشي.
نوموړي د قضاء پر اهميت او ارزښت هر اړخیز بحث وکړ، ټول قضات او اداري کارکوونکي يې خپلو اړوند دندو ته متوجې کړل، تر څو د دنیوي او اخروي مسؤولیت په نظر کې نیولو سره خپل کارونه په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ ترسره او د الله (جل‌جلاله) رضاء حاصله شي.
 دغه راز د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي محمدي د محاکمو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، له مراجعینو سره ښه سلوک وکړئ، د مراجعینو پر شکایتونو باید ښه غور وشي، د دوسیو اجراآت مه ځنډوئ، د خلق الله ستونزو ته په شفاف ډول رسېدنه وکړئ، فیصلې يې مه ځنډوئ، د خپلو امرینو اطاعت وکړئ، ځکه د اسلامي نظام بقاء د امیر په اطاعت کې ده، د یو او بل پر دندو کې مداخله مه کوئ او په رسمي وخت کې خپلو دندو ته ځانونه حاضر کړئ.
د مرافعه محکمې نوي رئيس زیاته کړه، کوم اصول او تعلیمات‌نامې چې محاکمو ته په واک کې ورکړل شوې، باید موږ اوتاسو ورباندې په سمه توګه عمل وکړو.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس مولوي محمد ولي (حقاني) خبرې وکړې وويل، تغیر او بدلون د یو نظام او حکومتدارۍ اصل وي، د پخواني رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب فاروقي د ریاست او کارونو ستاینه یې وکړه او نوي رئيس ته یې د ښه خدمت کولو او په چارو کې د بریا هيله وکړه.
غونډه د مرافعه محکمې تجارتي دېوان رئيس شیخ فدامحمد (ابوالمنصور) لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل د پلان او تخريب کارۍ په جرم، په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر دوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت حصه اول بهسود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يو ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه. . .

بیا په خبرونو کی