د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د ارغستان او معروف ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲۳
د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د ارغستان او معروف ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)؛ د عامه امنیت دېوان عضو محرر مستشار مولوي عبدالستار، د قطعې قوماندان مولوي نعمت الله او د یادې قطعې اداري مسؤول حبیب الرحمن په ملتيا، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه نېټه،د یاد ولايت د ارغستان او معروف ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو له قضائي او اداري منسوبینو او دغه راز د معروف ولسوالۍ د ولسوال، امنیه قوماندان، امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د استخباراتو له مدیرانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په ناسته کې د مرافعه محکمې رئیس د ارګانونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ وویل، د کارونو د لا ښه سمون او د هېوادوالو ستونزو د حل په موخه باید وخت پر وخت د همغږۍ غونډې وشي، ترڅو د دغه غونډو له لارې ستونزی حل او فصل شي.
دغه راز یاد پلاوي د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو ارزونه وکړه، الحمدلله چارې يې د اصولو مطابق وې او د چارو د لا ښه‌والي په موخه ورته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی