د کونړ ولايت محاکمو د مسؤولینو په هڅو (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۰
د کونړ ولايت محاکمو د مسؤولینو په هڅو (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کونړ ولایت بر کونړ اسمار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کاله مخکې رامنځته شوې دښمني، په ۱۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
دغه څلوېښت کلنه حقوقي موضوع د بر کونړ اسمار ولسوالۍ د «شال» کلي د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې د شال کلی سوزېدلی و او ځمکه یې د څه مودې لپاره شاړه پاتې شوې وه او دواړو طرفونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه رسېدلي وو.
یاده موضوع د ابتدائیه محکمې په هڅو، د سیمې د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ په اصلاحي توګه حل او فصل شوه او د یادو قومونو ترمنځ د (۴۰) کلونو دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (شعیب)، مرستیال والي محترم مولوي عبدالله (حقاني)، د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالقهار، د نورو امارتي ادارو مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون درلود.
یادې غونډې ته د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (شعیب)، د اسمار ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مولوي بشیراحمد (خادم)، مرستيال والي، او د شیګل ولسوالۍ ولسوال مولوي حضرت علي (ذاکر) او نورو قومي مشرانو ویناوې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۶۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۶۵). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۲۹ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان پنځه متهمين پر ۳ـ ۳. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب په مشرۍ؛ د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست رئيس محترم مفتي شرف‌الدين (ياسيني)، د جنوب غرب زون قضائي تفتیش او. . .

بیا په خبرونو کی