د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د پنځو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۴۱
د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د پنځو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ پلاوي؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال  د رجب المرجب میاشتې په ۸مه او ۹مه نېټه د یاد ولايت د اسماعيل خېلو، نادرشاه کوټ، صبريو، تڼيو او سپېرې ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس د ولسواليو قضاتو ته د اصولو په رڼا کې د یو شمېر موضوعاتو د حل او فصل په اړه لارښوونې وکړې. 
دغه راز یاد پلاوي د ابتدائیه محاکمو ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل او فصل لپاره یې  پوره ډاډ ورکړ.
د لیدنې په پای کې د مرافعه محکمې رئيس د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه مسؤولینو ته لازم هدایات وکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی