د دعوت او ارشاد مسؤولینو د هېواد ټولو ولايتونو ته د اړوندې برخې د آمرينو د ټاکلو په موخه سفرونه پيل کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۲:۶
د دعوت او ارشاد مسؤولینو د هېواد ټولو ولايتونو ته د اړوندې برخې د آمرينو د ټاکلو په موخه سفرونه پيل کړې

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) او د یاد رياست مدرس مولوي عبدالمالک (انقیادي) په ۲۳/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د هېواد ټولو ولايتونو ته د دعوت او ارشاد رياست اړونده آمرينو د ټاکلو په موخه سفرونه پيل کړې دي.
د دعوت او ارشاد رياست مسؤولینو د يادو سفرونو موخه په ټولو ولايتونو کې د دعوت او ارشاد اړونده برخې د آمرينو ټاکل دي.
همداراز د هېواد په ټولو محاکمو کې د يادو آمرينو له ټاکلو څخه بله مهمه موخه د دعوت او ارشاد رياست د برنامې او تدريسي چارو په ښه ډول د محاکمو کارکوونکو ته رسول، د منکراتو مخنيوی او د اسلامي او شرعي امورو رسول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی