په کابل ولايت کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۴۱
په کابل ولايت کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او چهارآسياب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان ۱۴۴۷هـ ق د صفرالمظفر میاشتې په ۲۰مه او ۲۲ مه نېټه، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د غلا او زنا په تور او د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او ابتدائیه محکمې درې کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلورم کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمینو او مجرمینو تطبيق شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې نوي رئیس محترم مولوي عبدالکريم (شعیب) د معرفت غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې نوی رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولايت مسؤولينو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۲۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۷۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې (له  ۱/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر  ۳۰ /۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۳۲۱۰) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د فراه ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د فراه ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ غلام رسول (احساني) د شفاهي هدایت پر اساس د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد اسماعیل (منصور) په مشرۍ پلاوي، چې د یاد دېوان مفتي، د ښاري. . .

بیا په خبرونو کی