د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۸
د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي عزيز الله په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب په ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق ترافیکي پېښه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل شوه.
ياده ترافيکي پېښه د شهرصفا ولسوالۍ اړوند بريام مانده په سيمه کې د پريس موټر او موټرسايکل د ټکر له امله رامنځته شوې وه؛ چې په پایله کې د موټرسايکل چلونکی په شهادت رسېدلی و.
دغه قضيه ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅيړل شوه؛ ورپسې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی