د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) چې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس الحاج مولوي عبدالقیوم (صاحب زاده)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو یې ملتیا کوله، په ۵/۲/۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي په یاده لیدنه کې د بندیانو اړتیاوې او نظرونه واورېدل، بندیانو ته ډاډ ورکړل شو چې هېڅ زنداني به زندان کې بې‌برخلیکه نه پاته کېږي؛ بلکې دوسیې به یې د اړوند محاکمو لخوا په ټاکلي وخت حل او فصل کېږي.
زندانیانو د مرافعه محکمې له رئیس او ورسره مل پلاوي مننه وکړه چې تل یې د دوی د وضعیت پوښتنه کړې او دوسیو ته یې په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اوومې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۶/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۱۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۷
Background image

محاکم ولايت پروان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۱۰) دوسیه، به تعداد (۱۸۷) قطعه وثایق نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت پروان، دواوين مرافعهٔ، وثايق، ابتدائیهٔ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱۷/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق الى ۲۹/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) در بخش هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

بیا په خبرونو کی