د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ښاري ابتدائیه، اتو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۳۶
د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ښاري ابتدائیه، اتو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او محبس څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني)؛ د مرافعه محکمې مدني دېوان رئيس مولوي عبدالصمد (فیاض) او عامه امنيت دېوان محرر په ملتيا، په ۱۰/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه له ښاري ابتدائیه محکمې، دایمیرداد، مرکز بهسود، حصه اول، جغتو، چک، جلریز، سیدآباد او نرخ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه.

په دې سفر او لیدنه کې یاد پلاوي د ټولو محاکمو له رئيسانو  قضائي غړو او د محبس له مسؤولينو سره وکتل، د یادو محاکمو قضائي او اداري چارې وارزول شوې او د لا ښه والي او سمون په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.

د مرافعه محکمې رئيس ټولو مسؤولینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند، غوره اخلاقو، صبر او استقامت په اړه لازمې توصیې وکړې.

د لیدنې په دوام د محاکمو او امنيتي قطعې ستونزې واورېدل شوې او یادو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

د مرافعه محکمې رئيس یاد سفر په ۲۰/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی