په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته، د یادې ولسوالۍ د ولسوال، امنيتي ادارو مسؤولينو، د علماوو شورا رئیس، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو آمر، قومي مشرانو او مجاهدينو په شتون کې پر متهم تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عدلیې ریاستونو له رئیسانو او د قضایای امارت له آمر سره د یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب) او اجرائیه مدیر ملا عنایت الله (ساجد) په ملتيا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل. . .

بیا په خبرونو کی