د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۹:۴۶
د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) د مالي مدیر قاري عبیدالله (عابد) په ملتیا په ۲۹ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولایت د ګلدرې، فرزې او استالف ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او حقوقو مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په دې ليدنه کې د یادو محاکمو له قضائي غړو، اداري کارکوونکو او د حقوقو له کارکوونکو سره وکتل، له اجراآتو یې څارنه وکړه او د محاکمو ټولو کارکوونکو ته په خطاب کې یي وويل؛ خپلې چارې د الله تعالی د رضا په خاطر د اسلامي امارت د اصولو، لوایحو او طرزالعملونو سره سمې ترسره کړئ، له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ، د محکمې مسؤولین باید له نورو اړوند ادارو سره چې د ولسوالۍ په محوطه کې موقیعت لري، په ځانګړي ډول د حقوقو مدیریت سره دې ښه همغږي ولري، ترڅو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.
د لیدنې په دوام د یادو محاکمو مسلکي او اداري کارکوونکو د کارونو د ښه ترسره کېدو په موخه يو لړ وړاندیزونه وکړل چې وړاندیزونه يې قبول او مرافعه محکمې ته د لېږلو په موخه ورته هدايت ورکړل شو.
د ليدنې په وروستيو کې د یادو محاکمو غوښتنې واورېدل شوې او د مرافعه محکمې رئيس لخوا د یادو غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی