د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۲۹
د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولايت د مرافعه محکمې محترم رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) په مشرۍ، د دېوانونو رئیسانو او د حقوقو مدیرانو په ګډون په ۲۶ /۵ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د غونډې په ارزښت، له مراجعینو سره په غوره چلند، حاضرۍ ته پر پابندۍ او د دوسیو په تړاو په ټاکلي وخت او په غور سره اجراآت کولو خبرې وکړې وویل، عرایض باید د عریضې په شرایطو برابر وي، مبهم عرایض باید تسلیم نشي؛ بلکې عارض ته یې د اصلاح لارښوونه وشي، د وثایقو په ترتیب او تحریر کې باید د املاء او انشاء خیال وساتل شي او په اجراآتو کې د قلم خوردګۍ څخه باید ډډه وشي، محاکم باید د نورو ادارو سره بیا په ځانګړې توګه له نظامي ارګانونو سره ښه همغږي ولري.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، د سترې محکمې عالي مقام څخه صادر شوي متحدالمآلونه باید په دقت سره ولوستل شي، په خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه پورته شي او د هغې مطابق اجراآت وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی