کونړ ولايت کې دوو مجرمينو او شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۱۳
کونړ ولايت کې دوو مجرمينو او شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت د مرافعه محکمې د جزا دېوان، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او شيګل ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړو په اساس د يوې ښځې په ګډون اتو (۸) کسانو ته چې پر لواطت، غلا او د کوره پر تېښته متهم وو؛ په ۷/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو مجرمينو او متهمينو له جملې څخه دوه مجرمين پر ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، لومړی متهم پر درې کاله تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا، دوه متهمين پر اووه ـ اووه میاشتو تنفيذي او ۲۰ ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا، څلورم متهم پر پنځلس ورځې تنفيذي بند او ۱۵ دُرو تعزیري سزا، پنځم متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا او وروستی متهم پر ۱۶ ورځو تنفيذي بند او ۱۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو.

پر یادو مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزا د حکم د تطبیق پر مهال د محاکمو مسؤولینو، د کونړ والي، امنیه قوماندان، د علماوو شورا استازو، د ادارو مسؤولینو او سلګونه هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۲۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۱) دوسيو ته رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

بیا په خبرونو کی