په تېره یوه میاشت کې د کابل ولایت اړوند نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمه کې (۱۰۰) دوسيې حل او فصل شوې دي
د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې د یوې میاشتې (۱/۲/۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۳۰/۲/۱۴۴۵ هـ ق نېټې) د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د یوې میاشتې په جریان کې د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته (۱۱۳) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې لا د مخه هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۷۴) قضیې فیصله شوې، د (۲۶) قضیو په تړاو د محکمې د حکم پر بنسټ قضائي قرارونه صادر شوي دي؛ پاتې دوسېي ترڅېړنې لاندې دي.