عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله: محاکم دې د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعګانو ته لومړیتوب ورکړي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۳۲
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله: محاکم دې د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعګانو ته لومړیتوب ورکړي


د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰/۵/۱۴۴۵ هـ ق نېټې په (۲۵۷۶) ګڼه حکم کې د هیواد محاکمو ته حکم کړی چې د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعګانو ته دې لومړیتوب ورکړي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په یاده ګڼه حکم کې راغلي: ((د مالیې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعګانو ته په خپلو کارونوکې اولویت ورکړئ او آینده دې د دوی موضوعګانې ابتدائیه محکمې په شل (۲۰) ورځو کې، مرافعه محکمې په پنځلس (۱۵) ورځو کې او تمیز کې دې په یوه میاشت کې ترسره کېږي.))

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی