عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۳۰
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشېح کړه.

دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد  کمېسیون لایحه په ۹ مادو کې منظور کړه.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې کمېسیون د لایحې او اړوند اختصاصي محکمې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د صادر شوي فرمان په درېیمه ماده کې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفی غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور د اختصاصي محکمې تشکیل په لاندې ترکیب ذکر شوی دی.

۱: شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار د اختصاصي محکمې د رئیس په توګه.

۲: قاضي محمد صادق د قاضي په توګه.

۳: مفتي محمد طاهر د مفتي په توګه.

۴: مولوي صدیق الله مشال د محرر په توګه.

دغه راز د یاد فرمان د لومړۍ مادې په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مکلف دی چې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د اړوندې مقررې او لایحې سره سم اجراآت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد) او د ياد ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس مولوي نورالله (عرفان) په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او علماء. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۴۸
Background image

په خوست ولایت کې (۱۸) مجرمينو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته د لواطت په تور او د څلورو ښځو په ګډون څوارلس کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۲۴/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د کندهار ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په ۱۸/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په داسې حال کې چې د کندهار ولايت د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو ټولو قضائي غړو شتون درلود؛ له. . .

بیا په خبرونو کی