د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو او غړو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه
د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په جریان کې د کندهار ولایت د مرافعه محکمې ریاست مقام په دفتر کې د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو او غړو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او غړو ګډون درلود؛ غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه .
وروسته د کندهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) په خپله وینا کې لاندې مهمو ټکو ته اشاره وکړه.
- د وخت ډېر پابند اوسئ، په رسمي وخت کې دې له عذر پرته څوک له محکمې د باندې نه وځي.
- در سپارل شوې دندې خپله وجیبه وګڼئ، قضائي او اداري کارونه د اصولو مطابق په خپل معین وخت کې اجراء کړئ.
- قاضي صاحبان دې په خپلو کې د موضوعاتو په هکله مشورې وکړي ترڅو کارونه اصولي او په خپل وخت اجراء شي.
- له مراجعینو او اصحاب دعوی سره دې په ښه سلوک او نرمه لهجه خبرې وشي او کارونه یې پر معین وخت او اصولي طریقه اجراء کړل شي.
- کوښښ دې وشي چې د خپلو وظایفو تر څنګ د کمپیوټر زده کړې ته هم توجه وشي؛ ځکه اکثریت کارونه د کمپیوټر په ذریعه اجراء کیږي.
- د راتلونکو غونډو لپاره دې موضوعات له مخکې نه توزېع شي؛ ترڅو مسؤولین په غونډو کې د مطرح کېدونکو مسایلو لپاره د حل لاره ولټوي او په غونډه کې پرې بحث وشي.
د غونډې ټولو ګډونوالو له د مرافعه محکمې له محترم رئیس څخه مننه وکړه چې د موضوعاتو د حل لپاره دغه ډول غونډې ترتیب او ترسره کوي.
باید وویل شي چې هره اونۍ کې د سه شنبې ورځ دې یادو غونډو ته ځانګړې شي.
غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.
