د کابل ښاري ابتدائيه محکمې د دویم زون عمومي رئيس د ياد زون له اړوند امنيتي مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه
د ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۶مه نېټه د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون عمومي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) په مشرۍ، د دې زون د دېوانونو رئیسانو، د یاد زون اړوند د امنیتي حوزو آمرينو، د کشف او جنائي مدیرانو په ګډون د یادې محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي خلیل د هغو مواردو يادونه وکړه چې دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د ځنډ لامل کېږي.
دغه راز نوموړي د مظنونینو د حقوقو مراعتولو په اړه د امنیتي حوزو مسؤولینو ته هر اړخيزه وينا وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو مسؤولینو هم خپل نظرونه او غوښتنې وړاندې کړې، چې د محترم مولوي خلیل لخوا ورته لازمې لارښوونې وشوې.