د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې د اسنادو او وثايقو عمومي مخزن څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۱:۵۶
د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې د اسنادو او وثايقو عمومي مخزن څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه

 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د معمول سره سم د کابل ولایت د اړوندو محاکمو او د اړوندو اداري دفترونو څخه د څارنې په موخه، د ۱۴۴۴ ھ ق کال د ذو الحجې د میاشتې په ۲۴مه، د کابل ولایت ټولو اړوندو محاکمو د سندونو او وثیقو عمومي غونډ ځای(مخزن) څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي رشاد آخندزاده صاحب د وثیقو عمومي مخزن ته په ورتګ سره،  د دې آمریت  کاري اجراآت، په اجراآتو کې چټکوالي د راتلو، په کاري اجراآتو کي د ستونزو شتون، د مراجعینو د کارونو نوبت په پام کې نیول، د سندونو او وثیقو په ساتولو کې ښه والی راوستولو او ځینې نور موضوعات وکتل او د څارنې پر مهال يې د موجوده ستونزو د حل لپاره د ښاغلي رشاد آخندزاده صاحب لخوا لازمي لارښوونې وشوې.
په پای کې د یاد آمریت په تعمیر کې د ځینو تخریباتو د بیا رغونې وړاندیز د دې آمریت د ښاغلي آمر لخوا وشو،  ښاغلي آخندزاده صاحب د یاد وړاندیز په بناء  ټول هغه ځایونه وکتل چې  بیا رغونه يې د اسنادو د ساتلو لپاره اشد ضرورت ګڼل کېده او د یاد تعمیر د رغونې ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی