د کابل مرافعه محکمې عمومي رئیس د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره غونډه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۹:۲۲
د کابل مرافعه محکمې عمومي رئیس د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره غونډه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۷مه نېټه د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) په مشرۍ او د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو محترمو رئیسانو په ګډون؛ دوسیو ته په چټکۍ د رسېدنې، په فیصلو کې د شته ستونزو د حل، په ټاکل شوي وخت کې دوسیو ته رسېدنه، وخت په وخت د بندیانو احوال اخیستل او داسې نورو موضوعاتو په اړه د کابل ولایت مرافعه محکمې د مقام په دفتر کې غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي عبدالشکور (رشادآخندزاده) د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د یاد مجلس پر اهمیت يې خبرې وکړې.
د غونډې په دوام د محاکمو محترمو رئیسانو په اجراآتو کې ځينې پوښتنې او خپل وړاندیزونه د مرافعه محکمې له رئیس سره شریک کړل، چې وروسته د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس لخوا ورته یادې پوښتنې حل او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.
یاده غونډه د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی