د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محاکمو له مسؤولینوسره تعارفي ناسته ترسره کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محاکمو له مسؤولینوسره تعارفي ناسته ترسره کړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده) د تعارفي ناستو په دوام د یکشنبې په ورځ (۲۱ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د کابل د ښاري ابتدائیه محاکمو له رئیسانو او د دغه ښار د څلورو زونونو د ابتدائيه محاکمو د دېوانونو له رئیسانو سره د مرافعه محکمې د ریاست د مقام په دفتر کې تعارفي ناسته ترسره کړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي عبدالشکور (رشاداخندزاده) له ښه راغلاست وروسته د ښاغلو رئیسانو څخه د ځانونو د معرفي کولو اوپه دوی پورې اړوند محاکمو د کارونو د حجم  د بیانولو غوښتنه وکړه.

د کابل ښار د څلورو زونونو د ابتدائيه محاکمو د دېوانونو ټولو رئیسانو د ځانونو د معرفي کولو ترڅنګ د خپلو ورځنیو کارونو، د کارونو د ډېروالي په نسبت د کارکوونکو د کمښت، په ځینو دېوانونو کې د تخنیکي وسایلو د نشتوالي او د دوسیو د اجراآتو په هکله معلومات وړاندې کړل.

ورسته ښاغلي مولوي (رشاد اخندزاده) دوسیو ته د رسېدنې په جریان کې د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ټولو رئیس صاحبانو ته يې هدایت وکړ چې د هرې ستونزې د رامنځته کېدو سره سم دې د مرافعې محکمې د ریاست مقام ته خبر ورکوي، ترڅو په ټاکلې وخت حل او ورته رسېدنه وشي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د بندیانو د دوسیو په ښه او چټکه توګه د اجراء کولو، د بندیانو د شکنجه کېدو د مخنیوي او د زندانیانو د وضعیت او حالت معلومولو لپاره زندانونو ته د قاضي صاحبانو د ورتګ او د اسلامي امارت له اصولو سره سم د بندیانو د برخلیک معلومولو او د هغوی د دوسیو ته د ژر تر ژره رسېدو په اړه هدایات وکړل.

په پای کې ښاغلي مولوي (رشاد اخندزاده) د مجلس د غوښتنو سره سم وویل، هر یو دېوان چې وسایلو ته اړتیا لري باید خپل وړاندیزونه د مرافعه محکمې ریاست ته وړاندې کړي.

غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی