د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د منسوبینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د منسوبینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې د قضاتو، اداري او خدماتي کارکوونکو ترمنځ د رسمي چارو او کارونو د لاښه والي او پرمختګ په موخه د چهارشنبې په ورځ (۱۴۴۴/۷/۱۰ هـ ق) نېټه اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده اداري ناسته کې چې د استیناف محکمې د رئیس مفتي امان الله «منقاد حقاني» په مشرۍ جوړه شوې وه د یاد ریاست د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو، محررینو او د وثایقو او مخزن آمر، غړو او د ریاست اړوند ټولو اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

ناسته د جزاء دېوان د عضو محرر مولوي محمد نسیم«وثیق» لخوا د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو سره پیل شوه؛ ورپسې ټولو قضاتو او اداري کارکوونکو په خپل نوبت د کارونو د لاښه والي، ستونزو او مشکلاتو ته په وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله«منقاد حقاني» د قضاء د اهمیت په اړه خپله عالمانه وینا وکړه؛ قضاتو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته یې د تقوا او حاضرۍ ته د پابندۍ په اړه جدي سپارښتنې وکړې.

ورپسې یې له مراجعینو سره په ښه او نرم چلند ټینګار وکړ.

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس وویل، واردو شوو قضیو ته باید په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او له کوم شرعي عذز پرته د خلکو په دوسیو کې ځنډ رامنځته نشي؛ ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي او د خلکو له بې ځایه تکلیف څخه مخنیوي وشي؛ په دې سره به په محاکمو د عامو مسلمانانو د باور فضا لاقوي شي.

یاده اداري ناسته د عامه امنیت دېوان د مفتي عبدالرحمن«همت» لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی