د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د یاد ولایت له څو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۱۵
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د یاد ولایت له څو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۶مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله (منقادحقاني)، د جزا دېوان د عضو محرر محترم مولوي عبدالرحمن (زاهد)، د عامه امنیت دېوان د عضو مفتي محترم مولوي حمدالله (حمیدي) او د تحریراتو د امر محترم قاري میرزامحمد(رشیدي) په ملتیا د جاني خیلو، ډنډپټان او څمکنیو ولسوالیو له ابتدئيه محاکمو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

په دغه لیدنو کې د پکتیا ولایت د محاکمو عمومي رئيس دیادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو پر قضاتوسربېره  له ولسوال صاحبانو، امنیه قوماندانانو، د امربالمعروف مدیرانو، د حقوقو مدیرانو او نورو اړوندو مسؤولینوسره وکتل، د یادو ولسوالیو قضائي هیئت او نورو مسؤولینو د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه .

 په یادو لیدنو کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) پیلیزي ویناوې وکړې او د ابتدائیه محاکمو قضائي مسؤولینو ته یې وویل، د خلکو ستونزو ته په خپل وخت سره رسېدنه وکړئ، د ادارو ترمنځ همغږي وساتئ او د اسلامي امارت نظام ته وفاداره اوسئ.

وروسته یې د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو محترمو رئیس صاحبانو، مفتیانو او محرر صاحبانو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې، د هغوی قضائي او اداري اجراآت یې له نیږدې وکتل.

د لیدنې په جریان کې د مرافعه محکمې رئيس دحاضرۍ، د متحدالمآل مکتوبونو، د مفتي فتوا ورکولو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې، د قضائي او اداري امورو د لابهبود توصیه یې ورته وکړه.

ورپسې د مرافعه محکمې پلاوي په جزائي، حقوقي، مختلف النوع وثایقو او نورو اداري کارونو په اړه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دیادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو محترمو قاضي صاحبانو د مرافعه محکمې د رئيس او ورسره مل پلاوي څخه مـنـنه وکړه او ابتدائیه محاکمو ته د دوی سفر یې د چارو د بهبود په موخه ډېرګټور وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی