د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت ځاځي آریوب ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۵۵
د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت ځاځي آریوب ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په ۲۳/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه. 
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یادې محکمې له رئیس مولوي نورالله (عرفان)، د حقوقو عمومي مدیر، د ځاځي آریوب ولسوالۍ مرستيال، د امنیه قوماندانۍ قوماندان، د استخباراتو مدیر، د امر بالمعروف نهی عن المنکر آمر او نورو اړوند مسؤولینو سره د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه وکړه.
دغه راز محترم مفتي خالد د ځاځي آریوب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري چارو څخه څارنه او نظارت وکړ او د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته یې د ځینو اړینو موضوعاتو په اړه لازم هدایات وکړل.
ليدنه او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی