د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس او ورسره مل پلاوي د مرکزي زندان او ځينو ادارو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۹:۲۹
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس او ورسره مل پلاوي د مرکزي زندان او ځينو ادارو څخه ليدنه وکړه

يکشنبه او چهار شنبه چې د ۲۶/ ۵/ ۱۴۴۵ھ ق او د ۲۹ /۵/ ۱۴۴۵ ھ ق نېټو سره سمون خوري د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس مفتي ذبيح الله (ساجد) او ورسره مل پلاوي د زندانونو چارو سمون ریاست څخه د لیدنې تر څنګ د چپرهار، پچیراګام، خوګیاڼي، سرخرود، شېرزاد او حصارک ابتدائيه محاکمو او توقیف خونو څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د ننګرهار ولایت د زندانونو چارو سمون ریاست  بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه، چې له برخي يې په پخلنځي کې د ډوډۍ وضعیت، د زندانيانو لپاره د جوړ شوي کلینک ودانۍ او بستر خونې له نږدې وليدې.

سرپرست رئيس مفتي ذبیح الله ساجد په دې سربېره له یو شمېر زندانیانو سره خبرې وکړې او د دوی عمومي ستونزې یې واوریدې، چې د یادې لیدنې څخه هدف له زندنیانو سره د مسؤلینو د چلند، خوراک او د هغوی د دوسیو په تړاو معلومات ترلاسه کول وو، چې تر کومې کچې څېړل شوي او اجراآت یې په څه ډول روان دي.

ښاغلي مفتي ذبيح الله ساجد صاحب زیاته کړه چې د دوسیو پر څېړلو به تأکید کيږي او له زندانیانو سره به هیڅ ډول غیر قانوني چلند نه کیږي.

د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان له ليدلو وروسته يې د چپرهار، پچیراګام، خوګیاڼي، سرخرود، شیرزاد او حصارک ابتدائيه محاکمو اداري او قضائي چارو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د محاکمو قضائي او اداري پرسونل یې په خپل منځ کې هماهنګي ته راوبلل، هغوی ته يې په چارو کې د لا ښه والي او په اجراآتو کې په سرعت سره د رسیده ګي تأکید وکړ، همدا راز يې د مراجعینو شکایتونه واورېدل او د حل په مورد یې د اړونده څانګو مسؤلینو ته د ښه سلوک او چلند توصیه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی