د ننګرهار د مرافعه محکمې نوی رئیس د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته ور معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۴:۵۵
د ننګرهار د مرافعه محکمې نوی رئیس د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته ور معرفي شو


د سه شنبې په ورځ (۱۲ / ۶ / ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د ننګرهار د مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد اخندزاده ) د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د معرفت یاده غونډه چې د ننګرهار د مرافعه محکمې مخکني سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد)، د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي او اداري کارکوونکو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم په تلاوت پیل شوه.
د ننګرهار د مرافعه محکمې نوي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) غونډې ته په خپلو خبرو کې د مرافعه محکمې د مخکني سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) له خدمتونو او چارو مننه او ستاینه وکړه.
نوموړي د خپلې عالمانه وینا په پای کې د محاکمو قضائي او اداري کارکوونکي خپلو دندو او مسؤولیتونو ته متوجه کړل وویل، هر مسؤول باید هڅه وکړي خپل مسؤولیت په ټاکلي وخت او ښه ډول ترسره کړي، ترڅو د خلکو مشکلات او دوسیې په ټاکلي وخت حل او فصل شي.
د ننګرهار د مرافعه محکمې ریاست قضائي او اداري کارکوونکو نوي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د ننګرهار د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي کلیم الله (حقاني) او د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس مولوي عبادالرحمن (ملکزي) د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو په استازیتوب د قضائي او اداري چارو برخه کې د چټکو اجراآتو ډاډ ورکړ وویل، خپل اجراآت به پر وخت سره ترسره کوي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی