د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (١٨٦) دوسیو پر حل او فصل سربېره (١٤٧) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۳۹
د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (١٨٦) دوسیو پر حل او فصل سربېره (١٤٧) وثیقې هم اجرا کړې دي


د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې او د ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې د (۱ / ۳ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر  ۳۰ / ۳ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټې په حقوقي، جزاٸي او تجارتي برخو کې د (١٨٦) دوسيو پر حل او فصل سربېره (١٤٧) وثيقې هم اجرا کړې دي چې پوره جزٸيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې ( ۱۰۳) دوسيې محاکمو ته واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۹۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې(۵۰) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وي.
له دې جملې څخه (۴) دوسیه مکتوبي مستردې شوې، د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
په تېره يوه مياشت کې د ميدان وردګ ولايت محاکمو (۱۴۷) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی