د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۶۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۲۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۲۹۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۷۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۵۱۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۷۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۶۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د ( ۲۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۲۵) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.