د لوګر ولایت د مرافعه، ښاري او ولسوالیو محاکمو د رئیسانو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۹:۵۹
د لوګر ولایت د مرافعه، ښاري او ولسوالیو محاکمو د رئیسانو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

په 1 /6 /1444هـ ق نېټه د لوګر ولایت د استیناف محکمې په ریاست کې د دې محکمې د سرپرست رئیس محترم مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه.

یاده غونډه چې د استیناف محکمې، ښاري او ولسوالیو ابتدائیه محاکمو رئیسانو په کې ګډون کړی و، د کلام الله په تلاوت او د الله (جل جلاله) په ثنا اوصفت سره پیل شوه، ورپسې د استیناف محکمې رئیس حاضرینو ته د قضائي او اداري مسؤولیتونو په اړه لازمې او مهمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي وویل، په محاکمو کې د کار ډېرښت د دې ښکارندويي کوي چې ولس د اسلامي امارت په قاضیانو د عدالت باور لري، په همدې خاطر هره وړه او غټه ستونزه تر محکمې رارسوي او له محاکمو یې حل غواړي، موږ باید خپل ولس ناهیلی نه کړو او تر خپله وسه دوسیې په چټکتیا، ځیرکتیا او د اسلامي شریعت په رڼا کې حل کړو.

نوموړي مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په کار کې دې پوره اخلاص کوي او د خپل کار یوازینۍ موخه دې د الله (جل جلاله) رضا او دې ځورېدلي ولس خدمت وګرځوي.

ورپسې د استیناف محکمې، ښاري او ولسوالیو ابتدائیه محاکمو رئیسانو په نوبت خپلې ستونزې د استیناف محکمې له رئیس او د ناستې له حاضرینو سره شریکې کړې چې د حل په موخه یې د قضائي رئیسانو ترمنځ پراخ بحث ترسره شو.

په پای کې دوی ته ډاډ ورکړل شو چې د قضائي تشکیل د منسوبینو ټولو ستونزو ته به د امکان ترحده رسېدنه کوي او د کارونو د چټکتیا او تنظیم لپاره به ټول لازم امکانات ورته برابروي.

د غونډې اختتام حاکم اسلامي نظام ته د بقاء او د مسؤولیتونو د ښه ترسره کېدو لپاره په دعا سره وشو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی