د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس له پنځو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۱:۳۱
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس له پنځو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله(فرقاني) د ۱۴۴۴هـ ق کال د جمادي الثاني میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولایت پنځو ولسوالیو (علینګار ،علیشنګ، قرغه یي ،دولت شاه او  بادپښ) ته د سفر پر مهال د یادو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئیس د یادو ولسوالیو پر ابتدائیه محاکمو سربېره د لغمان ولایت د ښاري محکمې څخه هم  لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئیس د دغه سفر او لیدنو موخه له مرکز سره د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د اړیکو تقویه، خپلو اړوند چارو ته د قضاتو تشویق او حاضرۍ ته د محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو پابندي وبلله.

د استیناف محکمې رئیس په دې لیدنه کې د محاکمو اجراآت ارزیابي کړل او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه یې واورېدل.

دغه راز محترم مفتي عبدالله(فرقاني) د محکمو منسوبینو ته لازم هدایات ورکړل وویل، په خپلو کړنو کې له صداقت، ایماندارۍ او شفافیت څخه کار واخلئ، الله تعالی حاضر او ناظر وګڼئ، د مراجعینو ستونزې او خبرې په پوره حوصله سره واورئ او نېک چلند ورسره وکړئ ترڅو عدالت په ښه توګه تأمین شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی