د لغمان د استیناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
د لغمان د استیناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس مفتي عبدالله(فرقاني)صاحب د ۱۴۴۴هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۶مه،۱۷مه او۲۰مه نېټه د دغه ولایت د علینګار، علیشنګ، قرغه‌یي او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري چارې یې له نږدې وکتلې.

د استیناف محکمې رئیس د یاد سفر عمده موخه له نږدې څخه د محاکمو د قضائي او اداري چارو نظارت، د یادو محاکمو د مشکلاتو تشخیص، په ټولو محاکمو کې د شفافیت لا ډېروالی او له مرافعه محکمې سره د ټولو ابتدائیه محاکمو د رابطې تقویه کول وو.

د استیناف محکمې رئیس د یادو ابتدائیه محاکمو له ټولو اجراآتو څخه لیدنه وکړه، د هغوی دحاضرۍ کتابونه یې وکتل، مسؤولینو او منسوبینو ته یې ټینګار وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسي.

د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي مفتي عبدالله(فرقاني) د یادو ابتدائیه محاکمو مسؤولینو او کارکوونکو ته په خطاب وویل، همېشه خپلو دندو ته په خپل وخت حاضر شئ، په خپلو چارو کې له صداقت، ایمانداری او شفافیت څخه کار واخلئ او له مراجعینوسره نېک چلند وکړئ.

د یادونې وړ ده چې د استیناف محکمې رئیس پر یادو ابتدائیه محاکمو سربېره د لغمان ولایت له ښاري محکمې څخه هم  لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی