د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي عمومي ریاست لپاره د دعوت او ارشاد ځانګړی امریت جوړ شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۷:۶
د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي عمومي ریاست لپاره د دعوت او ارشاد ځانګړی امریت جوړ شو

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۴مه نېټه د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د منسوبینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی امریت جوړ شو.

د یاد امریت د پرانیستې په موخه غونډه چې د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه او د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي)، د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) او د یادو ریاستونو کارکوونکو په کې ګډون درلود؛ د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

د دعوت او ارشاد ریاست مقرر محترم مفتي عصمت الله (برهان) د یاد امریت د پرانیستې په اړه وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس په ټولو دولتي ادارو کې د دعوت او ارشاد څانګې فعاله شوې دي، په دې اساس د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست کې د دعوت او ارشاد آمریت په فعالیت پیل وکړ.

نوموړي زیاته کړه، دغه امریت به د یاد ریاست منسوبینو ته د دعوت او تدریس چارې پر مخ وړي، دوی به مجاهدینو ته توصیه کوي چې په خپلو منځونو او دغه راز له ملت سره ښه رویه وکړي.

بلخوا د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) د یادې څانګې جوړول ګټور وبلل وویل، د دعوت او ارشاد دغه امریت به ان شاءالله په دغه ریاست کې د ریاست د منسوبینو د اصلاح او مجاهدینو ته د تدریس برخه کې مهم رول ولري.

نوموړي د سترې محکمې د عالي مقام له دغه اقدام څخه مننه وکړه چې د یاد ریاست لپاره یې د دعوت او ارشاد څانګه جوړه کړه.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې اړوند د دعوت او ارشاد ریاست د خپل پلان له مخې په اونۍ د دوو ورځو اصلاحي بیانونو سربېره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ټولو کارکوونکو د دیني علومو تدریس هم کوي.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی